په سوريه كښې د بشار الاسد له معزول كيدو وروستو د اسرائيلي بريدونو شميره 310 ته ورسيده

دمشق ۔11دسمبر(اے پی پی) په سوريه كښې د بشار الاسد له معزول كېدو وروستو د اسرائيلي بريدونو شمېره 310 ته ورسېده۔ په سوريه كښې د بشري حقونو رصد ګاہ "المرصد" ډائرېكټر عبد الرحمن العربيه نيوز چينل ته وئيلي چې د اتوار په سهار د بشار الاسد د حكومت لمينځه تللو څخه وروستو تر دې دمه د سوريه په بېلو سيمو نزدې 310 فضائي بريدونه شوي دي۔ ده ووئيل په دې …

دمشق ۔11دسمبر(اے پی پی) په سوريه كښې د بشار الاسد له معزول كېدو وروستو د اسرائيلي بريدونو شمېره 310 ته ورسېده۔ په سوريه كښې د بشري حقونو رصد ګاہ “المرصد” ډائرېكټر عبد الرحمن العربيه نيوز چينل ته وئيلي چې د اتوار په سهار د بشار الاسد د حكومت لمينځه تللو څخه وروستو تر دې دمه د سوريه په بېلو سيمو نزدې 310 فضائي بريدونه شوي دي۔ ده ووئيل په دې بريدونو كښې مهم پوځي ځايونه او د سوريه د پوځ اثاثې په نخښه كړې شوي دي٬ بياهم دې ځايونو كښې څوك نه وو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې دا بريدونه به په سوريه كښې پوځي ذخيرې په بشپړه توګه ختمې كړي۔ دغسې اسرائيل د هېواد د قطبي لوئيديزې سيمې لاذقيه د فضائي دفاع په تنصيباتو او جنګي الوتكو بريدونه وكړل۔ د ګل او نهې ورځې منځومانۍ شپه كښې اسرائيل د سوريه په بېلو سيمو كښې په پوځي ځايونو 100 څخه زيات بريدونه وكړل۔