تهران 10 دسمبر (اے پي پي)ايران د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې هغوي په سوريه كښې د اسرائيل ځواكونو قبضې مخ نيوي لپاره سمدستي ګامونه واخلي۔دا خبره د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل باغي په يو بيان كښې وكړه ۔ده د سوريې په زمكه د اسرائيلي حكومت د پوځي بريد غندنه وكړه ۔دا بريد په يو داسې وخت كښې شوے كله چې د سوريې اولس د صدر …
سلامتي كونسل دې په سوريه د اسرائيلي پوځ قبضې مخ نيوي لپاره سمدستي ګامونه واخلي۔ايران

مزید خبریں
تهران 10 دسمبر (اے پي پي)ايران د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې هغوي په سوريه كښې د اسرائيل ځواكونو قبضې مخ نيوي لپاره سمدستي ګامونه واخلي۔دا خبره د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل باغي په يو بيان كښې وكړه ۔ده د سوريې په زمكه د اسرائيلي حكومت د پوځي بريد غندنه وكړه ۔دا بريد په يو داسې وخت كښې شوے كله چې د سوريې اولس د صدر بشارالاسد اقتدار خاتمې له امله د بدلونونو مقابله كوي ۔ده دا يرغل د ملګرو ملتونو چد ارټر سنګينې خلاف ورزۍ ګرځولو سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د يرغل مخ نيوي او قابض حكومت د دې ذمه وار ګرځولو سره انصاف لپاره سمدستي اقدامات وكړي۔









