رياض 10 دسمبر (اے پي پي)د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د برتانيې وزيراعظم كيئر سټارمر ملاقات كړے ۔د اېس پي اے له مخې د رياض په قصر اليمامه كښې شهزاده محمد بن سلمان د برتانيې وزيراعظم هركلے وكړو و په رسمي توګه يې د سركاري دستورې اهتمام وكړو ۔د دې نه پس د سعودي ولي عهد د برتانيې وزيراعظم سره رسمي ملاقات وكړو ۔دواړو …
د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د برتانيې وزيراعظم ملاقات٬بېلو څانګو كښې د مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
رياض 10 دسمبر (اے پي پي)د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د برتانيې وزيراعظم كيئر سټارمر ملاقات كړے ۔د اېس پي اے له مخې د رياض په قصر اليمامه كښې شهزاده محمد بن سلمان د برتانيې وزيراعظم هركلے وكړو و په رسمي توګه يې د سركاري دستورې اهتمام وكړو ۔د دې نه پس د سعودي ولي عهد د برتانيې وزيراعظم سره رسمي ملاقات وكړو ۔دواړو لارښودو د سعودي عرب او برتانيې دوه اړخيزه اړيكو٬بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره د همغږۍ هڅو او دواړو هېوادونو كښې د ترلاسه وسائلو او سرمايه كارۍ د موقعو جاج واغست ۔ د نړيوال صورتحال٬ د شريكې ګټې په چارو او په دې اړه په شوو هڅو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان٬په برتانيه كښې د سعودي سفير شهزاده خالد بن بندر بن سلطان٬وزير مملكت او د كابينې غړي شهزاده تركي بن محمد بن فهد٬رياض ريجن نائب ګورنر شهزاده محمد بن عبدالرحمان او نورو وزيران او چارواكي هم موجود وو۔









