جنوبی کوریا په صدر یون سك یول د هېواد پرېښودلو بنديز ولګولو

سيئول 09 دسمبر (اے پي پي) د جنوبی کوریا د انصاف وزارت په صدر یون سك یول د هېواد پرېښودلو بنديز لګولې دے۔تاس له مخې صدر یون سك یول په ضد د مزل بنديز د 9 دسمبر څخه نافذ العمل دے۔دا وړومبې ځل دے چې په كوم موجوده صدر دا ډول بنديز لګولې شوي۔دې څخه وړاندې د جنوبی کوریا د بدعنوانۍ مخنيوي نګران ادارے مشر وئيلي وو چې په یون …

سيئول 09 دسمبر (اے پي پي) د جنوبی کوریا د انصاف وزارت په صدر یون سك یول د هېواد پرېښودلو بنديز لګولې دے۔تاس له مخې صدر یون سك یول په ضد د مزل بنديز د 9 دسمبر څخه نافذ العمل دے۔دا وړومبې ځل دے چې په كوم موجوده صدر دا ډول بنديز لګولې شوي۔دې څخه وړاندې د جنوبی کوریا د بدعنوانۍ مخنيوي نګران ادارے مشر وئيلي وو چې په یون سك یول د مزل بنديز امر كړې دے۔ جنوبی کوریا صدر اقدامات د شكمن بغاوت په لړ كښې پلټني رواني دي۔د جنوبی کوریا قانون د موجوده صدر په ضد د بغاوت او غدارۍ الزام كښې د مقدمي چلولو اجازه وركوي۔دا خبره دې ياده وي چې د 3 دسمبر په ماښام صدر یون سك یول د شمالی کوریا پلوئي عناصر مقابله کولو له د مارشل لاﺀ اعلان کړې ؤ۔