رياض 09 دسمبر (اے پي پي)د سعودي د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان سره د آذربائيجان د اقتصادياتو وزير ميكائل جباروف د ملاقات په مهال د تجديد وړ توان په څانګه كښې د شريكې مرستې جاج واخستلې شو۔اېس پي اے له مخې پايه تخت رياض كښې شوې ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان بدلون او د ټېكنالوجي پشمول د توان په بېلو څانګو كښې شراكتدارۍ زياتولو …
د سعودي عرب او آذربائيجان ترمينځه د تجديد وړ توان څانګه كښې د مرستې جاج واخستلې شو

مزید خبریں
رياض 09 دسمبر (اے پي پي)د سعودي د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان سره د آذربائيجان د اقتصادياتو وزير ميكائل جباروف د ملاقات په مهال د تجديد وړ توان په څانګه كښې د شريكې مرستې جاج واخستلې شو۔اېس پي اے له مخې پايه تخت رياض كښې شوې ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان بدلون او د ټېكنالوجي پشمول د توان په بېلو څانګو كښې شراكتدارۍ زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې د سعودي د توان وزير سره د ګرين انرجي په ايجنډا٬په دې څانګه كښې د شريكو اقداماتو كاميابو نتيجو او د دې په شريكو ګټو هم خبرې اترې وشوې۔









