سعودی عرب كښې هائیډروجن سره چليدونكې وړومبي بس پرانسته وشوه ریاض 07 دسمبر (اے پي پي) د سعودی عرب کمشنر الاحساء شهزادہ سعود بن طلال بن بدر د هېواد په كچه وړومبې هائیډروجن سره چليدونكي اولسي بس تجرباتی پرانسته وكړه۔اېس پي اے له مخې هائیډروجن سره چليدونكي بس افتتاحی دستوري ته وينا كښې کمشنر الاحسا ووئيل د بس چارج کولو په اړه هم خبرتيا وركړې شوي۔ده ووئيل هائیډروجن بس په …

سعودی عرب كښې هائیډروجن سره چليدونكې وړومبي بس پرانسته وشوه
ریاض 07 دسمبر (اے پي پي) د سعودی عرب کمشنر الاحساء شهزادہ سعود بن طلال بن بدر د هېواد په كچه وړومبې هائیډروجن سره چليدونكي اولسي بس تجرباتی پرانسته وكړه۔اېس پي اے له مخې هائیډروجن سره چليدونكي بس افتتاحی دستوري ته وينا كښې کمشنر الاحسا ووئيل د بس چارج کولو په اړه هم خبرتيا وركړې شوي۔ده ووئيل هائیډروجن بس په وجه به د کاربن په اخراج تر ډير حد قابو وموندلې شي چې ورسره به ماحولیاتی تحفظ باوري كولو كښې مرسته وشي۔ده ووئيل بس به په يو ځل چارج كولو نه پس 635 کلومیټره مزل كولې شي۔بس كښې د 45 مسافرو ګنجائش دې۔اولسي بس به د دمام ښار او په الاحسا روټ چلولې شي كوم چې 359 کلومیټره اوږد دے۔ د بس تجرباتی پرانستي په موقع د ټرانسپورټ اینډ لاجسټك سروسز نائب وزیر ډاكټر رمیح بن محمد الرمیح نه علاوه نور اعلیٰ عهدیدار هم موجود وو۔