واشنګټن۔2 دسمبر(اے پی پی) په امريكا كښې د مسلمانانو فعال تنظيم کونسل آن امریکن اسلامک ریلیشنز (سی اے آئی آر) په اسرائیل كښې په جوماتونو كښې په اذان د بندېز اقدام غندلو سره دا د اسلام په ضد د اسرائيل يو بل اقدام وګرځولو۔ د سی اے آئی آر ے نېشنل اېګزېکټیو ډائرېکټر نهال عواد ووئيل چې په جوماتونو ٬ چرچونو ٬ كلتوري ځايونو او كتابونو بريدونه د فلسطيني كلتور …
په امريكا كښې د مسلم ګروپ لخوا په اذان د اسرائيلي بنديز غندنه

مزید خبریں
واشنګټن۔2 دسمبر(اے پی پی) په امريكا كښې د مسلمانانو فعال تنظيم کونسل آن امریکن اسلامک ریلیشنز (سی اے آئی آر) په اسرائیل كښې په جوماتونو كښې په اذان د بندېز اقدام غندلو سره دا د اسلام په ضد د اسرائيل يو بل اقدام وګرځولو۔ د سی اے آئی آر ے نېشنل اېګزېکټیو ډائرېکټر نهال عواد ووئيل چې په جوماتونو ٬ چرچونو ٬ كلتوري ځايونو او كتابونو بريدونه د فلسطيني كلتور ختمولو له له لسيزو څخه د روان اسرائيل مهم برخه ده۔ ده ووئيل د امريكائي صدر جوبائيډن د اسرائيل ملاتړ په مذهبي آزادو د بندېزونو لګولو له امله دے۔ ده اسلامي نړۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د اسرائيلي حكومت لخوا د فلسطيني اولس د نسل كشۍ ختمولو له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ د ده دا تبصره د اسرائيل د وزیر اتمار بن ګویر لخوا په اسرائيل كښې جوماتونو څخه د اذان په خپرولو د بندېز حكم څخه وروستو رامخے ته شوې ده۔ اسرائیلی وزیر په اېكس يو پوسټ كښې وئيلي وو چې پوليس ته جوماتونو ته د ننوتلو او د لاؤډ سپيكر سامان ضبط كولو اجازه وركړې شوې ده۔ د اسرائیلی وزیر د امر له مخې په اذان خپرونكو جوماتونو به جرمانه لګولې شي









