سوئېلي كوريا كښې د واورې ورېدو په مهال ټرافېكي پېښه كښې يو كس مړ٬پنځه ژوبل

سيئول 02 دسمبر(اے پی پی)سوئېلي كوريا كښې د واورې ورېدو په مهال ټرافېكي پیښه كښې 14 ګاډي خپل مينځ كښې ټكر شوي چې په نتيجه كښې يې يو كس مړ او پنځه ژوبل شوي۔شنهوا له مخې دا پېښه د ګل په ورځ د ځايې وخت له مخې سهار 6 بجې پايه تخت سيئول څخه نزدې 65 كلوميټره جنوب انسيونګ ښار كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ټن …

سيئول 02 دسمبر(اے پی پی)سوئېلي كوريا كښې د واورې ورېدو په مهال ټرافېكي پیښه كښې 14 ګاډي خپل مينځ كښې ټكر شوي چې په نتيجه كښې يې يو كس مړ او پنځه ژوبل شوي۔شنهوا له مخې دا پېښه د ګل په ورځ د ځايې وخت له مخې سهار 6 بجې پايه تخت سيئول څخه نزدې 65 كلوميټره جنوب انسيونګ ښار كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ټن وزني ټرك په سړك د واورې ورېدو په مهال وخوئېدو چې له امله يې 14 ګاډي خپل مينځ كښې ټكر شول ۔په پیښه كښې د ټرك ډرائيور مړ او پنځه ژوبل شوي۔يو پوليس افسر ووئيل د پېښې په مهال په سړك واوره ورېده او سخته لړه وه