د شاه سلمان مركز مرستې سره مو ستونزې كمې شوې ٬ د غزه متاثرين

ریاض۔23نومبر(اے پی پی) د غزه ځپلې شوې وګړو د سعودي عربستان شاه سلمان مركز لخوا د غزه پټۍ ځپليو له د پرله پسې مرستې په برابرولو د خصوصي مننې څرګندونه كولو سره دا ځانګړے بشري خدمت ګرځولې دې ۔ د اېس پي اے له مخې د غزه پټۍ ځپليو وئيلي دي چې د شاه سلمان مركز مرستې سره زمونږ تياره شپې رڼا او مايوسي په هيله كښې بدله شوې ده۔ …

ریاض۔23نومبر(اے پی پی) د غزه ځپلې شوې وګړو د سعودي عربستان شاه سلمان مركز لخوا د غزه پټۍ ځپليو له د پرله پسې مرستې په برابرولو د خصوصي مننې څرګندونه كولو سره دا ځانګړے بشري خدمت ګرځولې دې ۔ د اېس پي اے له مخې د غزه پټۍ ځپليو وئيلي دي چې د شاه سلمان مركز مرستې سره زمونږ تياره شپې رڼا او مايوسي په هيله كښې بدله شوې ده۔ د غزه پټۍ په سوئيلي سيمه خان يونس كښې د 47 كلنې سماهر عيد عوكل وېنا وه چې زه له اوږدې مودې راهېسې خپلې مور سره په يوه خېمه كښې پاتې كېدم٬ مور مې نابينا وه هغه هم سختو ستونزو سره مخ وه ٬ په خېمه كښې چې مو څه هم لرل موسمي حالاتو لپاره په هېڅ ډول مناسب نه وو۔ مونږ ډېر د بې وزلۍ حالت كښې ژوند كولو چې ناڅاپي يوه ورځ معلومه شوه چې د شاه سلمان مركز لخوا مونږ لپاره نوې خېمې راولېږلې شوې۔ دې سره مونږ ته سكون وشو او په سختو حالاتو كښې مو مايوسي په هيله كښې بدله شوه۔ د غزه پټۍ په خېمه بستۍ كښې د پاتې كېدونكو مېرمنو وېنا وه چې مونږ د شاه سلمان مركز مننه كوؤ ٬ د دغې مركز لخوا رالېږلې شوې مرستې سره زمونږ ستونزې تر يو حده كمې شوي او په سختو حالاتو كښې هيله مند شوې يوو۔