امریکې سره د شريك احترام په اصولو تجارتي اړيكو ته ودي وركولو له چمتو يو۔ چین

بیجنګ 22 نومبر (اے پي پي) چین وئيلي دي امریکې سره د شريك احترام په اصولو فعاله خبرو اترو او دوه اړڅيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو ته ودي وركولو له چمتو يو،دا خبرې د چین د تجارت نائب وزیر وانګ شوون د جمعې په ورځ بیجنګ كښې پرېس کنفرنس په مهال وكړې۔د برتانيې خبر رسني ادارې له مخې د چین د تجارت نائب وزیر د يوې پوښتني په ځواب ووئيل …

بیجنګ 22 نومبر (اے پي پي) چین وئيلي دي امریکې سره د شريك احترام په اصولو فعاله خبرو اترو او دوه اړڅيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو ته ودي وركولو له چمتو يو،دا خبرې د چین د تجارت نائب وزیر وانګ شوون د جمعې په ورځ بیجنګ كښې پرېس کنفرنس په مهال وكړې۔د برتانيې خبر رسني ادارې له مخې د چین د تجارت نائب وزیر د يوې پوښتني په ځواب ووئيل چین د بهرنو شخړو اثراتو د مخنيوي جوګه دے۔ ده ووئيل مونږ ګڼو چې د چین او امریکا اقتصادي او تجارتي اړېكو كښې يو مستحکم، صحت مند او د كوټلي پرمختګ رجحان برقرار وساتلې شي۔ده ووئيل چین د امریکې سره په ټولو څانګو كښې مرستې زياتولو او په اختلافات قابو موندلو له چمتو دے۔