بيروت۔20 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د امن مشن (يو اين آئي ايف ايل) وئېيل دي زمونږ د لبنان د سرحدونو د نګرانۍ صلاحيت محدود شوے دے۔ العربيه د يو اين آئي ايف ايل وياند تر مخه ووئېل د روانې شخړې له امله زمونږ ټاورز ته زيان رسېدلے دے چې ورسره زمونږ د نګرانۍ صلاحيت محدود شوے ۔ده ووئېل ارجنټائن په لبنان كښې د ملګرو ملتونو امن مشن …
د اسرائيل سره د جنګ د لاسه زمونږ د لبنان سرحدونو د نګرانۍ كولو صلاحيت محدود شوے ٬ يو اين امن مشن

مزید خبریں
بيروت۔20 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د امن مشن (يو اين آئي ايف ايل) وئېيل دي زمونږ د لبنان د سرحدونو د نګرانۍ صلاحيت محدود شوے دے۔ العربيه د يو اين آئي ايف ايل وياند تر مخه ووئېل د روانې شخړې له امله زمونږ ټاورز ته زيان رسېدلے دے چې ورسره زمونږ د نګرانۍ صلاحيت محدود شوے ۔ده ووئېل ارجنټائن په لبنان كښې د ملګرو ملتونو امن مشن خبر كړے چې هغوي به خپل درې افسران بېرته غواړي ۔ اسرائيل د يو اين ايف ايل ځواكونو سره په جنوبي لبنان كښې د خپل پوزيشن نه په شا كېدو غوښتنه كړې وه كومه چې نړيوال پوځ مسترد كړه ۔ په لبنان كښې د ملګرو ملتونو امن مشن فورس يو اين ايف ايل په مارچ 1978 كښې د سلامتي كونسل قراردادونو 425 او 426 د لارې جوړ كړے شوے ؤ د كوم مقصد چې د لبنان سيمې نه د اسرائيل وتلو نه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه په سرحد امن برقرار ساتل وؤ۔ لبنان كښې د امن مشن د 48 هېوادونو نزدې 10150 عسكر تعينات دي۔









