غزه ته د مرستې سامان اوړونكي 100 ټركونه لوټ شول: ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔19نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د مرستې دوه ادارو وئيلي دي چې فلسطينيانو لپاره د خوراك سامان اوړونكي 100 ټركونه غزه ته له ننوتلو څخه وروستو لوټ كړې شول۔ د وائس آف امریکا له مخې د یو اېن آر ډبلیو اے مشر ایمرجنسی افسر لوئیس واټرېج وئيلي دي چې د یو اېن آر ډبلیو اے او ورلډ فوډ پروګرام لخوا خوراك اوړونكې قافلې ته اسرائیل په مختصر …

ملګري ملتونه ۔19نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د مرستې دوه ادارو وئيلي دي چې فلسطينيانو لپاره د خوراك سامان اوړونكي 100 ټركونه غزه ته له ننوتلو څخه وروستو لوټ كړې شول۔ د وائس آف امریکا له مخې د یو اېن آر ډبلیو اے مشر ایمرجنسی افسر لوئیس واټرېج وئيلي دي چې د یو اېن آر ډبلیو اے او ورلډ فوډ پروګرام لخوا خوراك اوړونكې قافلې ته اسرائیل په مختصر نوټس د کېرم شلوم بارډر کراسنګ په خوشې لاره د تللو هدايت وكړو۔ ده ووئيل په 16 نومبر د قافلې په 109 ټرکونو كښې په 98 بريد وكړے شو۔ ځينې ټرانسپورټر په دې پېښه كښې ژوبل شول٬ بياهم هغوي دا نه دي وئيلې چې بريد چا كړے ؤ۔ ده د خوراك د بحران شدت پلو اشاره كولو سره ووئيل كه فوري ګامونه پورته نه كړې شول نو د خوراك وړاندې څخه د كمي صورتحال لا ناوړه كېدې شي۔ په دې بحران كښې به د 20 لكه وګړو ژوند خطر سره مخ شي٬ كوم چې ژوند كولو له د بشري خواخوږۍ مرستې ته اړتيا لري۔ د ورلډ فوډ پروګرام وياند د لوټ مار تصديق كول سره ووئيل د غزه يو شمېر لارې دا مهال د امنيتي مسئلو د لاسه محفوظ نه دي۔