ریاض ۔19نومبر(اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان وئيلي دي چې اسرائيلي جارحيت منطقه يو پراخه جنګ پلو ټېله كوي۔ د العربیه اردو له مخې سعودي خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان وئيلي چې په غزه او لبنان كښې روان اسرائيلي جارحيت بشري مصيبتونه او ستونزې رامخې ته كړي دي٬ دا جارحيت منطقه پراخه جنګ پلو ټېله كوي او د قانون او نړيوالو ادارو وقار له مينځه …
اسرائیلی جارحیت منطقه يو پراخه جنګ پلو ټيله كوي ٬ سعودي خارجه وزير
ریاض ۔19نومبر(اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان وئيلي دي چې اسرائيلي جارحيت منطقه يو پراخه جنګ پلو ټېله كوي۔ د العربیه اردو له مخې سعودي خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان وئيلي چې په غزه او لبنان كښې روان اسرائيلي جارحيت بشري مصيبتونه او ستونزې رامخې ته كړي دي٬ دا جارحيت منطقه پراخه جنګ پلو ټېله كوي او د قانون او نړيوالو ادارو وقار له مينځه وړي۔ ده ووئيل د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه دا كوټلې دريځ لري چې په منځني ختيځ كښې روان جنګ دے بند كړے شي٬ له كوم ځنډ او خنډ پرته دې بشري مرسته ځپليو وګړو ته ورسولې شي٬ يرغمل كړې شوي دې خوشې كړې شي او د دوه رياستي حل په بنياد دې مستقل امن باوري كړې شي۔ ده ووئيل د مرګ او تباهۍ په ملبه پرمختګ ٬سوكالي او تعمير هېڅ امكان نه لري۔











