د امرېكې لخوا يوكرېن ته د لانګ رينج ميزائل كارولو اجازه٬ پرېكړه د درېم نړيوال جنګ سبب جورېدې شي٬ روس

واشنګټن۔ 18 نومبر (اے پي پي) امرېكې يوكرېن ته د روسيې اهداف په نخښه كولو لپاره د امركائي ساخت لانګ رينج ميزائل كارولو اجازه وركړې ده او روس خبردارے وركړے چې دا پرېكړه د درېم نړيوال جنګ د جوړېدو سبب ګرځېدې شي۔ د رائټرز تر مخه د دې معاملې خبر زريعو د آپرېشنل امنيتي اندېښنو له امله د تفصيلات ښودولو نه غېر ووئېل يوكرېن راروانو ورځو كښې د روس په …

واشنګټن۔ 18 نومبر (اے پي پي) امرېكې يوكرېن ته د روسيې اهداف په نخښه كولو لپاره د امركائي ساخت لانګ رينج ميزائل كارولو اجازه وركړې ده او روس خبردارے وركړے چې دا پرېكړه د درېم نړيوال جنګ د جوړېدو سبب ګرځېدې شي۔ د رائټرز تر مخه د دې معاملې خبر زريعو د آپرېشنل امنيتي اندېښنو له امله د تفصيلات ښودولو نه غېر ووئېل يوكرېن راروانو ورځو كښې د روس په خلاف په وړومبي ځل تر لرې فاصلې د بريد كولو اراده لري ۔ د صدر بائيډن تر مخه د امرېكائي ساخت ميزائلو كارولو اجازه په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوې چې كله نوے ټاكلے شوے صدر ډونلډ ټرمپ دوه مياشتې پس په 20 جنورۍ 2025 د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي۔ يو امرېكائي اهلكار او د دې پرېكرې نه واقف يوې زريعې ووئېل دا بدلون تر ډېره حده د روس د اړخه د شمالي كوريا ډلو له د زميكزو ډلو د تعيناتۍ په غبرګون رامخې ته شو ۔ دا يو داسې پېشرفت دے كوم چې امرېكا او يو كرېن كښې د خطر ګنګرو ټنګولے دے۔ بلخوا سپينې ماڼې او د امرېكې خارجه وزير په دې تبصره كولو نه انكار كړے دے ۔ دغسې د روسيه حكومت د اړخه په سمدستي توګه كوم غبرګون رامخې ته نشو ۔ خو د روسيه حكومت د دې نه وړاندې خبردارے وركړے ؤ چې هغه به د امرېكې د اړخه د وسلو د كارولو اجازې ته په تاؤ ترېخوالي كښې د زياتوالي په ټوګه ګوري۔

مزید خبریں