رامله ۔18نومبر (اے پی پی) د فلسطین ایوان صدر په شمالي او وسطي غزه كښې د اسرائيل بريدونو غندنه كولو سره د امريكې انتظاميه د دې ذمه واره ګرځولې ده۔ د شنهوا له مخې د فلسطيني ايوان صدر وياند نبیل ابو رودینه تېره ورځ په خپل بيان كښې ووئيل اسرائیل پرله پسې امريكائي عسكر ٬ مالي او سياسي مرستې د فلسطيني وګړو وژلو له كاروي۔ په دوئي كښې د ګڼ …
فلسطين په غزه د اسرائيل بريدونه غندلو سره امريكا ذمه واره وګرځوله
رامله ۔18نومبر (اے پی پی) د فلسطین ایوان صدر په شمالي او وسطي غزه كښې د اسرائيل بريدونو غندنه كولو سره د امريكې انتظاميه د دې ذمه واره ګرځولې ده۔ د شنهوا له مخې د فلسطيني ايوان صدر وياند نبیل ابو رودینه تېره ورځ په خپل بيان كښې ووئيل اسرائیل پرله پسې امريكائي عسكر ٬ مالي او سياسي مرستې د فلسطيني وګړو وژلو له كاروي۔ په دوئي كښې د ګڼ شمېر كوچنيانو او مېرمنو ځانونه له مينځه ځي۔ ده امريكائي انتظاميه په غزه كښې د خونړي يرغل د روانه پاتې كېدو ذمه واره وګرځوله ٬ د كومې په نتيجه كښې چې اسرائيل د سزا څخه بچ كېدو او د نړيوالو قانوني پرېكړو خلاف ورزۍ له سياسي تحفظ وركړے شوے۔ فلسطینی خارجه وزارت نړيواله ورورولي په غزه كښې د فلسطينيانو د بې كوره كېدو او لوږې سره د مخ كېدو ذمه واره وګرځوله۔ په غزہ كښې د روغتيا چارواكو ووئيل چې په غزه كښې د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د شهيدو شوو فلسطينيانو شمېره 43 زره 846 ته رسېدلې ده۔











