سعودی عربستان په غزه كښې د يو اين آر ډبليو اے په سكول د اسرائيلي بريد وغندلو

ریاض۔18نومبر(اے پی پی) سعودی عربستان په غزه كښې د شاطئ كډوالو کېمپ په سكول د اسرائيلي بريد غندنه كړې ده د كوم په نتيجه كښې چې 10 فلسطيني وګړي شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د اردو نیوز له مخې سعودي خارجه وزارت وئيلي دي چې مملكت د خپل دريځ پخلے كوي چې د اسرائيل لخوا د وګړو او د مرستې او بشري ادارو پرله پسې په نخښه …

ریاض۔18نومبر(اے پی پی) سعودی عربستان په غزه كښې د شاطئ كډوالو کېمپ په سكول د اسرائيلي بريد غندنه كړې ده د كوم په نتيجه كښې چې 10 فلسطيني وګړي شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د اردو نیوز له مخې سعودي خارجه وزارت وئيلي دي چې مملكت د خپل دريځ پخلے كوي چې د اسرائيل لخوا د وګړو او د مرستې او بشري ادارو پرله پسې په نخښه كول د قبلولو وړ نه دي او په دې د نړيوالې ورورولۍ غلې پاتې كېدل اندېښمن دي۔ خارجه وزارت په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د اسرائيل د خلاف ورزيو حوالې سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي كومې چې د فلسطيني وګړو ستونزې لا سوا كوي او په منطقه كښې د امن ترلاسه كولو امكاناتو ته زيان رسوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ابو عاصی سکول د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې یو اېن آر ډبلیو اے تر انتظام لاندے چلولے شي۔

مزید خبریں