ايټاليا نور د مرستې 15 ټنه سامان ا غزه لپاره روان كړو

روم۔18نومبر (اے پی پی)ايټالیا بې كوره شویو فلسطینیانو لپاره د مرستې نور 15 ټنه سامان استولې دې۔ العربيه اردو د ايټاليا د دفاع وزارت د جاري شوي بيان په حواله ويلي دي چې د هوايي ځواک الوتکه د مرستې سامان اوړلو سره غزه لپاره روانه كړې شوې ده۔ په دې موقعه د ايټاليا د دفاع وزير وويل چې ايټاليې په غزه کښې د اسرائيلي جنګ د لاسه د ځپلې شوو …

روم۔18نومبر (اے پی پی)ايټالیا بې كوره شویو فلسطینیانو لپاره د مرستې نور 15 ټنه سامان استولې دې۔ العربيه اردو د ايټاليا د دفاع وزارت د جاري شوي بيان په حواله ويلي دي چې د هوايي ځواک الوتکه د مرستې سامان اوړلو سره غزه لپاره روانه كړې شوې ده۔ په دې موقعه د ايټاليا د دفاع وزير وويل چې ايټاليې په غزه کښې د اسرائيلي جنګ د لاسه د ځپلې شوو فلسطيني وګړو د مرستې لړۍ روانه ساتلې ده او په هر صورت به دا دغسې روانه ساتلې شي دغسې چې جنګ څخه د ځپلې شويو خلکو کړاوونه کم كړې شي۔ ده وويل ايټاليا د دغو بې كوره شويو فلسطينيانو ستونزې نه شي هيرولی او د تاو تريخوالي کمول ضروري ګڼي۔

مزید خبریں