میډرډ 15 نومبر (اے پي پي) د سپین زاراګوزا ښار سره نزدې کیئر هوم كښې د اوور لګيدو پېښې له امله 10 كسان مړه او دوه نور ژوبل شوې دي۔ د بی بی سی له مخې د بېړني خدمات ادارې ويلي دا پېښه د جمعې په ورځ سهار په ولا فرانکا ډی ایبرو كلي كښې رامخې ته شوه۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كيدو سره د اېمرجنسی سروسز اهلکار د پېښې …
سپین ، کیئر هوم كښې د اوور لګېدو پيښه ٬ 10 كسان مړه
میډرډ 15 نومبر (اے پي پي) د سپین زاراګوزا ښار سره نزدې کیئر هوم كښې د اوور لګيدو پېښې له امله 10 كسان مړه او دوه نور ژوبل شوې دي۔ د بی بی سی له مخې د بېړني خدمات ادارې ويلي دا پېښه د جمعې په ورځ سهار په ولا فرانکا ډی ایبرو كلي كښې رامخې ته شوه۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كيدو سره د اېمرجنسی سروسز اهلکار د پېښې ځائې ته ورسېدلې او په اوور يۍ قابو وموندلو۔ ځائې چارواكو ووئيل د اوور لګېدو په وخت په کیئر هوم كښې 82 كسان موجود وو۔د ځائې رپورټس له مخې دا مركز 16 كاله وړاندې د ریټائرمنټ هوم په توګه پرانستلے شوے ؤ خو دې نه پس په دې كښې د ډیمنشیا او دماغی صحت مسئلو سره مخ كسانو خيال ساتلې شو۔











