ملګري ملتونه۔ 15نومبر(اے پی پی) پاكستان ملګرو ملتونو ته وئيلي دي چې په غزه كښې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ریلیف اېنډ ورکس ایجنسی (یو اېن آر ډبلیو اے) بندولو له اسرائيلي قانون سازي به د لكھونو په شمېر فلسطيني وګړي اړي ګړي او ستونزو سره مخ كړي٬ نړيوالې ورورولۍ څخه يۍ غوښتنه كړې چې هغه دې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مهم لائف لائن یو …
اسرائیل بايد د ايو اېن آر ډبليو اے په ضد پروپيګنډے او د دې د مرستې په فعاليتونو بنديز څخه منع كړے شي٬ پاكستان
ملګري ملتونه۔ 15نومبر(اے پی پی) پاكستان ملګرو ملتونو ته وئيلي دي چې په غزه كښې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ریلیف اېنډ ورکس ایجنسی (یو اېن آر ډبلیو اے) بندولو له اسرائيلي قانون سازي به د لكھونو په شمېر فلسطيني وګړي اړي ګړي او ستونزو سره مخ كړي٬ نړيوالې ورورولۍ څخه يۍ غوښتنه كړې چې هغه دې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مهم لائف لائن یو اېن آر ډبلیو اے بشپړ ملاتړ وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې پاكستان مشن كښې فرسټ سېكرټري انصر شاه تېره ورځ د يو بحث په مهال ووئيل اسرائیل دې د ايو اېن آر ډبليو اے په ضد پروپيګنډے او د دې د مرستې په فعاليتونو بنديز څخه منع كړے شي او مونږ له به دا خبره باوري كولو له كوټلي اقدامات كول وي دغسې چې يو اېن آر ډبليو اے فعال پاتے شي او د خپل مېنډېټ له مخې د بشري خواخوږۍ كارونه ترسره كړي۔ دا خبره دې ياده وي چې اسرائیلی پارلیمنټ د روانې مياشتې په پېل كښې دوه بلونه منظور كړي په كومو كښی چې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ریلیف اېنډ ورکس ایجنسی (یو اېن آر ډبلیو اے) په اسرائيل كښې د كار په كولو او د چارواكو دوئي سره د كوم ډول رابطې په ساتلو بندېز لګولے شوے ؤ۔ پاکستانی استازي انصر شاه ووئيل نړيوالې وروورولۍ له به د فلسطینی اولس هيلې او وقار بحالولو له د انصاف ٬ بشري حقونو او د نړيوال قانون اصول په ځاے ساتل وي۔ ده ووئيل پاكستان د یو اېن آر ډبلیو اے د مرستې كارروائيو ختمولو اسرائيلي هڅو غندنه كړې كوم چې د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د نړيوال قانون او د انصاف نړيوال عدالت لخوا د شوې عارضي اقداماتو او په 19 جولائي د رامخې ته شوې مشاورتي رايې ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده فلسطينيانو لپاره د پاكستان د بشپړه ملاتړ او د دوئي د خپلواكۍ د نه منسوخ كېدو وړ حق پخلي كولو سره ووئيل نړيوالې وروورولۍ له به د فلسطینی اولس هيلې او وقار بحالولو له د انصاف ٬ بشري حقونو او د نړيوال قانون اصول په ځاے ساتل وي











