د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د فاكس نيوز كوربه او پخوانے فوجي افسر پېټ ھيګسته د دفاع وزيرغوره كړو

واشنګټن۔13 نومبر (اے پي پي) د امرېكې نوي ټاكلې شوي صدر ډونلډ ټرمپ د فاكس نيوز كوربه او پخوانے فوجي افسر پېټ ھيګسته خپل د دفاع وزير نومولے دے ۔د اردو نيوز تر مخه ډونلډ ټرمب بيان كښې ووئېل پېټ هيګسته ته مهمې زمه وارۍ وركول د امرېكې دښمنانو له پېغام دے چې زمونږ پوځ به يو ځل بيا عظيم پوځ وي او زمونږ هېواد به په شا نه ځي۔ده …

واشنګټن۔13 نومبر (اے پي پي) د امرېكې نوي ټاكلې شوي صدر ډونلډ ټرمپ د فاكس نيوز كوربه او پخوانے فوجي افسر پېټ ھيګسته خپل د دفاع وزير نومولے دے ۔د اردو نيوز تر مخه ډونلډ ټرمب بيان كښې ووئېل پېټ هيګسته ته مهمې زمه وارۍ وركول د امرېكې دښمنانو له پېغام دے چې زمونږ پوځ به يو ځل بيا عظيم پوځ وي او زمونږ هېواد به په شا نه ځي۔ده ووئېل د عسكرو لپاره څوك هم دومره نه جنګېږيي ٬ پېټ هيګسته بهادر او په هېواد مئين چمپيئن به وي څوك چې به زمونږ د طاقت د لارې د امن پالېسۍ له كار كوي۔نوي ټاكلي شوي صدر ووئېل زه د قامي استخباراتي ايجنسۍ پخوانے ډائرېكټر جان ريټكلف د سېنټرل انټلې جينس ايجنسۍ (سي ائي اے ) مشرۍ لپاره غوره كوم ٬ دغسې د آركنساس پخوانے ګورنر مائيك هكابي په اسرائيل كښې سفير او خپل پخوانے دوست سټيون وټ كوف منځني ختيز لپاره خپل خاص استازے ټاكم ۔د اعلانونو په مهال ټرمپ د خپلې وړومبۍ انتظاميې كېبنټ سېكرټري بل مېك ګېنلے هم د وائټ هاوس وكيل په توګه نومولے دے ۔ دغسې ده خپل دوست ايلون مسك او د رېپبلكن ګوند وويك رامسوامي له هم د حكومت نه بهر په حكومتي كاركردګۍ د نظر لرلو عهدې وركړي دي۔ ياد دې وي چې نومولي شوي دفاع وزير پېټ هيګسته د پوځ سروس په مهال عراق او افغانستان كښې خدمات تر سره كړي ٬ هغه د فاكس نيوز نوكرۍ نه وړاندې د منيسوټا ايالت نه په 2012 كښې په ټاكنو ګټلو سېنېټر او د پارلمان غړے هم پاتي شوے دے۔