باكو12 نومبر(اے پی پی)د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د نهې په ورځ د كوپ 29 ورلډ ليډرز كلائميټ ايكشن كنفرنس پرانستې غونډه كښې ګډون كړے او سباؤن لپاره د قوي موسمياتي معيشت جوړولو له يې مرستې لپاره د متحده عرب امارات د عزم پخلے كړے ۔د متحده عرب امارات خبري اژانس ادارې وام له مخې د كوپ 29 موسمياتي نړيوالو مشرانو كنفرنس كښې د خپل …
د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د كوپ 29 كنفرنس پرانستې غونډه كښې ګډون

مزید خبریں
باكو12 نومبر(اے پی پی)د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د نهې په ورځ د كوپ 29 ورلډ ليډرز كلائميټ ايكشن كنفرنس پرانستې غونډه كښې ګډون كړے او سباؤن لپاره د قوي موسمياتي معيشت جوړولو له يې مرستې لپاره د متحده عرب امارات د عزم پخلے كړے ۔د متحده عرب امارات خبري اژانس ادارې وام له مخې د كوپ 29 موسمياتي نړيوالو مشرانو كنفرنس كښې د خپل ګډون په موقع شيخ محمد بن زايد ماحولياتي تحفظ او د پائيدار پرمختګ اصولو لپاره د متحده عرب امارات ميراث او عزم رامخې ته كړو۔ده په دې خبره رڼا واچوله چې د دې جذبې له امله متحده عرب امارات تېر كال د كوپ 28 كوربتوب كړے چې پكښې هېواد د پيرس لوظ نامې اهداف سر كولو كښې د پېشرفت جاج اخستونكې وړومبي ګلوبل اسټك ټيك موثر ځواب وركولو لپاره د نړيوالې مرستې ملاتړ كړے۔۔ده موسمياتي ايكشن د بار په ځاے د پرمختګ د يوې ګټورې موقعې په توګه وړاندې كړو ٬دې لوظ نامې د پيرس لوظ نامې عزم پوره كولو لپاره يو روډ ميپ هم وركړے او د تېرو مالياتي لوظونو لپاره تړون او تر ټولو زياتو كمزورو هېوادونو او ټولنو لپاره د موسمياتي فنډنګ متحرك كولو په هڅو په ګڼ اړخيزه نظام كښې په باور بحاولو كښې كامياب شوے۔شيخ محمد بن زايد ټولو ډلو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د تقسيم شريك تفهيم ته پام وكړي او په دې خبره يې زور راوړو چې اوس اجتماعي مشن دا دے چې د انسانيت ښه والي لپاره كار كول دي۔د دې څخه وړاندې د كوپ 29 مقام ته په رسېدو شيخ محمد بن زايد هركلے د آذربائيجان صدر الهام علييو او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو كوټيرس وكړو۔ده ځينې پلاويو مشرانو سره په دوستانه خبرو اترو كښې برخه واخسته چې پكښې د متحده عرب امارات او اړوندو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو سره سره د نړيوالې مرستې زياتولو او موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره د نړيوالو هڅو تندولو كښې د كوپ 29 مهم كردار په اړه د خيالتو څرګندونه وشوه۔










