سرینګر۔8 نومبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي جمو وكشمير وزیراعلیٰ عمر وئيلي دي په كشمير اسمبلۍ كښې د مقبوضه سيمې حېثيت بحالولو سره له قرارداد منظورولو سره مو په نړۍ او په خاص توګه په هندي حكومت ښكاره كړې چې كشميرېان څه غواړي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې په كشمير اسمبلۍ كښې د شورؤ په ورځ يو قرارداد منظور كړے شو په كوم …
كشمير اسمبلۍ كښې د دفعه 370 بحالۍ له قرارداد منظور شو ٬ په نړۍ مو ښكاره كړه چې كشميرېان څه غواړي ٬ د مقبوضه كشمير وزيراعلی

مزید خبریں
سرینګر۔8 نومبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي جمو وكشمير وزیراعلیٰ عمر وئيلي دي په كشمير اسمبلۍ كښې د مقبوضه سيمې حېثيت بحالولو سره له قرارداد منظورولو سره مو په نړۍ او په خاص توګه په هندي حكومت ښكاره كړې چې كشميرېان څه غواړي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې په كشمير اسمبلۍ كښې د شورؤ په ورځ يو قرارداد منظور كړے شو په كوم كښې چې په هندي حكومت د جمو وكشمير خصوصي حېثيت بحالۍ لپاره د آئيني تګلارې په وضعه كولو زور راوړلے شو۔ د كشمير وزيراعلی په ګاندربل كښې يوې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل په کشمیر اسمبلۍ كښې د قرارداد منظورولو د لارې د جمو وکشمیر خصوصي حېثيت بحالۍ له د كشميري اولس د غوښتنے پخلے وكړے شو۔ ده ووئيل د قرارداد د لارې مو نړۍ ته دا ښودلې چې كشميرے اولس څه غواړي۔ بلخوا د انډین نېشنل کانګریس کشمیر څانګې صدر طارق حمید قرہ په كشمير اسمبلۍ كښې د كشميري اولس د آئيني او جمهوري حقونو بحالۍ له د اړوند قرارداد د منظورۍ هركلے كړے۔ ده د بی جے پی غړو لخوا د كشمير اسمبلۍ د تقدس مجروح كولو غندنه كولو سره دا د پارليماني نظام سخته خلاف ورزي وګرځوله










