تهران ۔7نومبر(اے پی پی) په ايران كښې د جاسوسۍ په تور څلورو وګړو ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ د ايران نيم سركاري خبري اژانس فارس له مخې د ايران په قطبي لوئيديزه سيمه كښې يو انقلابي عدالت اسرائيل لپاره د جاسوسۍ كولو په تور څلورو وګړو ته د مرګ سزا اورولې ده۔ خبري اژانس د دې تورنو په اړه رپورټ كښې وئيلي دي چې په دوئي عدالت كښې په …
ايران ٬ د جاسوسۍ په تور څلورو وګړو ته د مرګ سزا واوروله

مزید خبریں
تهران ۔7نومبر(اے پی پی) په ايران كښې د جاسوسۍ په تور څلورو وګړو ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ د ايران نيم سركاري خبري اژانس فارس له مخې د ايران په قطبي لوئيديزه سيمه كښې يو انقلابي عدالت اسرائيل لپاره د جاسوسۍ كولو په تور څلورو وګړو ته د مرګ سزا اورولې ده۔ خبري اژانس د دې تورنو په اړه رپورټ كښې وئيلي دي چې په دوئي عدالت كښې په كال 2022 كښې د اسرائيل خفيه ادارې موساد سره د ايران په ضد د مرستې كولو تور ؤ۔ په دې اړه دا هم وئيلې شوي دوئي د آلاتو په منتقل كولو كښې د موساد مرسته كړې كومه چې وروستو د نوموړي ايراني سائنسمدار محسن فخري په وژلو كښې كارولې شوي وو۔ د سائنسمدار محسن فخري زاده په اړه اسرائيل او لوئيديزه نړۍ دا ګڼي چې هغه د ايراني جوهري وسلو جوړولو كښې د يو ماسټر مائنډ حېثيت لرلو۔ بلخوا د ايران حكومت يوې مودې څخه د جوهري بم جوړولو ترديد كوي










