نوې ډېلۍ 04 نومبر(اے پی پی(د هند په اتركهنډ ايالت كښې د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته پريوتو له امله لږ تر لږه 36 كسان مړه شوي دي ۔ د رائټرز له مخې دا پېښه غريزه مارچولا سيمه كښې د ګل په ورځ سهار رامخې ته شوه ۔د اتراكهنډ ايالت سينئر حكومتي اهلكار ووئېل په پیښه كښې تراوسه د 36 كسانو د مرګ تصديق شوے او درې ژوبل شوي كسان …
د هند په اتراكهنډ ايالت كښې د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته پريوت٬ 36 كسان مړه شول

مزید خبریں
نوې ډېلۍ 04 نومبر(اے پی پی(د هند په اتركهنډ ايالت كښې د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته پريوتو له امله لږ تر لږه 36 كسان مړه شوي دي ۔ د رائټرز له مخې دا پېښه غريزه مارچولا سيمه كښې د ګل په ورځ سهار رامخې ته شوه ۔د اتراكهنډ ايالت سينئر حكومتي اهلكار ووئېل په پیښه كښې تراوسه د 36 كسانو د مرګ تصديق شوے او درې ژوبل شوي كسان د چورلكې د لارې روغتون ته منتقل كړے شوي ۔ده ووئيل د مسافرو بس د اتراكهنډ شمالي سيمې ګړهوال څخه رام نګر ته روان ؤ چې د پیښې ښكار شو٬په بس كښې 42 مسافر ناست وو۔د اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو ډلې د پېښې ځاې ته ورسېدې۔د الموړا ضلعې ډيزاسټرمنيجمنټ پوليس افسر وينيت پال ووئېل د رېسكيو اپرېشن روان دے او په مرګونو كښې د اضافې اندېښنه ده۔










