غزه او لبنان كښې روان جنګ به د يو لويې اور سبب ګرځي ٬ اروپائي ائتلاف

برسلز ۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو استازي جوزف بوريل وئېلي دي په مينځني ختيز كښې چې څه وشول د دغې نه څرګندېږي جې مونږ انسانيت بېللے دے۔ د عرب نيوز تر مخه ده ووئېل مونږ د يو لويې اور په غاړه ژوند تېروو ٬ تر څو چې په غزه او لبنان كښې جنګ روان وي مونږ د يو پټ بڅري خواته ناست يو …

برسلز ۔ 29 اكتوبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو استازي جوزف بوريل وئېلي دي په مينځني ختيز كښې چې څه وشول د دغې نه څرګندېږي جې مونږ انسانيت بېللے دے۔ د عرب نيوز تر مخه ده ووئېل مونږ د يو لويې اور په غاړه ژوند تېروو ٬ تر څو چې په غزه او لبنان كښې جنګ روان وي مونږ د يو پټ بڅري خواته ناست يو ٬ كوم به چې د يو لويې جنګ سبب ګرځي ٬ ده ووئېل لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو لخوا په ګوته شوې چې د دويم ڼړيوال جنګ نه پس شديد او سنګين ترين بشري بحران په غزه كښې رامخې ته شوے ٬ د اروپائي ائتلاف يو استازي نوټ كړه چې هر څوك دا اندېښنه لري چې اسرائيل به د ايران په جوهري يا د تېلو په تنصيبات بريد كوي ٬ ده په منځني ختيز كښې د نښتې مخ نيوي له د “محبورۍ اقدامات ” غږ وكړو ۔ ده ووئېل د اروپائي ائتلاف هر هېواد دې اسرائيل ته د وسلې خرڅولو مخ نيوي له پخپله پرېكړه وكړي او دا چې كومه پرېكړه به شريكه نه وي ۔ هر هېواد د كوم څيز د مناسب ګرځولو پرېكړه كوي او نه زه دوي د كار كولو څخه منع كولې شم او نه د څه بل څه سفارش كولې شم ٬ سپېن ٬ اټلي يا فرانس د وسلې خرڅولو معطل كولو پرېكړه كړې خو نور هېوادونه د جرمني غوندې عسكري ملاتړ له وده وركوي ۔ يعنې هلته كومه شريكه لائحه نشته ۔