د صدر ټاكلے كېدو نه بس به د امريكې عسكر جنګونو لپاره بهر هېوادونو ته نه ليږم۔ډونلډ ټرمپ

واشنګټن 28 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې پخواني صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د هېواد صدر ټاكلے كېدو نه پس به د امريكې عسكر بهر هېوادونو ته جنګونو لپاره نه ليږم ٬ دغسې زما سياله کملا هیرس كه کامیابه شوه نو امریکا به دريم لويې جنګ سره مخ كوي چې پكښې د ګڼ شمير امريكائي وګړو ځاني زيان كيدے شي۔رشیا ټوډے رپورټ له مخې د پنسلوانیا ايالت كښې انتخابی …

واشنګټن 28 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې پخواني صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د هېواد صدر ټاكلے كېدو نه پس به د امريكې عسكر بهر هېوادونو ته جنګونو لپاره نه ليږم ٬ دغسې زما سياله کملا هیرس كه کامیابه شوه نو امریکا به دريم لويې جنګ سره مخ كوي چې پكښې د ګڼ شمير امريكائي وګړو ځاني زيان كيدے شي۔رشیا ټوډے رپورټ له مخې د پنسلوانیا ايالت كښې انتخابی لاريون ته ډونلډ ټرمپ لوظ وكړو چې زه به د امريكې عسكر هغه هېوادونو ته جنګونو او وژلو لپاره نه ليږم د كومو په اړه چې مونږ اوريدلې هم نه دي۔ده ادعا وكړه چې زه يواځنے كس يم چې د نړيوالو شخړو مخنيوي صلاحیت لرم۔ده ووئيل زما د حریف کملا هیرس د امریکې صدر جوړيدل به لويه جواري وي،په داسې صورت دې د امریکا زامن او لوڼه د يو داسې هېواد جنګ لپاره چمتو شي د كوم په اړه چې تاسو چري اوريدلې هم نه دي۔د امریکې صدارتی امیدوار ډونلډ ټرمپ دې څخه وړندې هم وئيلي وو چې د هر يو نړيوال بحران ختمولو لپاره لوظي يو كوم چې موجوده انتظامیې راپیدا کړے ،په خاص توګه یوکرین او غزه كښې روان جنګونه۔ ده ووئيل د صدر جو بائیډن او نائب صدر کملا هیرس په مشرۍ كښې د نورو د جنګونو مرستې او مالی اعانت سره د امریکې دريم لويې جنګ كښې د لاس لرلو امکانات زيات شوي دي