سری نګر۔24اکتوبر (اے پي پي) د هند غیر قانوني قبضې لاندې جموں و کشمیر كښې ډیموکریټک فریډم پارټي (ډي ایف پي) 27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ تر ټولو توره ورځ ګرځولې ده ۔ هند په 27 اکتوبر 1947 په جموں و کشمیر بريد كولو سره دا غیر قانوني قبضه كړې وه ۔ د کشمیرمیډیا سروس تر مخه د ډي ایف پي وياند ایډوکیټ ارشد اقبال سرینګر نه جاري يو …
د اکتوبر27مه نېټه د کشمیر د تاریخ تر ټولو توره ورځ ده، حریت لارښود

مزید خبریں
سری نګر۔24اکتوبر (اے پي پي) د هند غیر قانوني قبضې لاندې جموں و کشمیر كښې ډیموکریټک فریډم پارټي (ډي ایف پي) 27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ تر ټولو توره ورځ ګرځولې ده ۔ هند په 27 اکتوبر 1947 په جموں و کشمیر بريد كولو سره دا غیر قانوني قبضه كړې وه ۔ د کشمیرمیډیا سروس تر مخه د ډي ایف پي وياند ایډوکیټ ارشد اقبال سرینګر نه جاري يو بیان كښې د هند بريد يو ښكاره يرغل ګرځولو كښې ووئېل کشمیریان د غیر قانوني هندۍ قبضې په خلاف د 77 كالو نه بلها قربانۍ وركوي۔ ده ووئېل هند د کشمیریانو د آزادۍ جذبه غلې كولو لپاره په دوي بدترین ظلمونه كوي خو د دې باوجود د کشمیریانو حوصلې لوړې دي او هغوي خپلې هلې ځلې منطقی انجام ته رسولو له عزم لري ۔ وياند ووئېل هغه ورځ لرې نه ده چې د کشمیریانو هلې ځلې او عظیم مقصد لپاره قربانۍ به ځائے اونيسي ۔ د کل جماعتي حریت کانفرنس غلام نبي وار سرینګر كښې يو بیان كښې ووئېل کشمیریان پخپل وطن د هند ناجائزه قبضې په خلاف 27 اکتوبر د یوم سیاہ په توګه نمانځي ۔ هغه ووئېل هند په 27اکتوبر1947 په غیر قانوني توګه په جمو و کشمیر قبضه كړې د كومې خلاف چې کشمیریان بلها قربانۍ وركوي ۔دغسې د کل جماعتی حریت کانفرنس لارښودې فریدہ بهن جي يو بیان كښې د آزاد جموں و کشمیر حکومت او اولس له د آزاد حکومت په 77 مه سالګرہ مبارکي وركړې ۔ هغې هيله ولرله چې د آزاد جموں و کشمیر حکومت به د مظلومو کشمیریانو فعاله مرستې له د يو حقیقي بیس کیمپ په توګه کار كوي ۔







