ریاض ۔24اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان په روم كښې د اټلي صنعتي کمپنیو مشرانو سره ملاقات کړے دے ۔ د ایس پي اے ترمخه شهزادہ خالد بن سلمان د اټلي په سرکاري دوره دے ۔ملاقات کښې د سعودی عرب وژن 2030 تر مخه د ملټري انډسټریز، ریسرچ اینډ ډیولپمنټ، ټیکنالوجي منتقلۍ او لوکلائزیشن په څانګو كښې د مرستې د اميد لرونكو موقعو …
د سعودي دفاع وزير د اطالوي صنعتي کمپنیو مشرانو سره ملاقات

مزید خبریں
ریاض ۔24اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان په روم كښې د اټلي صنعتي کمپنیو مشرانو سره ملاقات کړے دے ۔ د ایس پي اے ترمخه شهزادہ خالد بن سلمان د اټلي په سرکاري دوره دے ۔ملاقات کښې د سعودی عرب وژن 2030 تر مخه د ملټري انډسټریز، ریسرچ اینډ ډیولپمنټ، ټیکنالوجي منتقلۍ او لوکلائزیشن په څانګو كښې د مرستې د اميد لرونكو موقعو جاج واغستلې شو ۔ په دې موقع د سعودي چیف آف جنرل سټاف لیفټیننټ جنرل فیاض بن حامد الرویلي ، د دفاع د اېګزېكټيو چارو معاون وزیر ډاکټر خالد بن حسین البیاري او نور چارواكي هم موجود وو ۔ د دې نه علاوہ شهزادہ خالد بن سلمان په ایکس اکاونټ باندې ليكلې چې د نوموړو اطالوي کمپنیو سره يوه ګتوره غونډه شوې او مونږ د ملټري انډسټریز سره د ټیکنالوجي منتقلۍ او لوکلائزیشن په څانګو كښې د ممکنه مرستې د موقع جاج واغست۔







