سعودي سفارتخانې په تركيه كښې د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه

انقره 24 اکتوبر(اے پی پی) سعودي سفارتخانې په انقره كښې د دفاعي انډسټري په هېډكوارټر د ترهه ګرۍ بريد غندنه كړی ده ۔د ورځپاڼې 24 له مخې سعودي سفارت بيان كښې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ د ټولو شكلونو رد كولو پخلے كړے۔ سفارتخانې ځپليو كورنيو او د تركيې حكومت سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا دعا كړی۔تركيه كښې دا بريد هغه مهال …

انقره 24 اکتوبر(اے پی پی) سعودي سفارتخانې په انقره كښې د دفاعي انډسټري په هېډكوارټر د ترهه ګرۍ بريد غندنه كړی ده ۔د ورځپاڼې 24 له مخې سعودي سفارت بيان كښې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ د ټولو شكلونو رد كولو پخلے كړے۔ سفارتخانې ځپليو كورنيو او د تركيې حكومت سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا دعا كړی۔تركيه كښې دا بريد هغه مهال وشو كله چې په استنبول كښې د دفاع او ايوي اېشن انډسټري تجارتي نندارتون روان ؤ ۔د يادونې وړ ده د تركيې ايوي اېشن او دفاعي كمپنۍ٬تركش ايئرو سپيس انډسټريز(ټوساسا)٬ هېډكوارټر كښې په شوې چاودنه كښې 5 كسان مړه او 14 ژوبل شوي ۔د تركيې داخله وزير دا د ترهه ګرۍ بريد ګرځولے دے