بيجنګ 23 اکتوبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي په يوکرين جنګ كښې اضافه نه ده پكار٬ مونږ په فلسطين كښې د نسل کشۍ لاره نيولو او د فلسطين مسئلې يو جامع، سپېځلے او تل پاتي حل لپاره زيات محنت ته اړتيا ده۔ د اے اېف پي له مخې د چين صدر دا خبره د روسيه په قازان ښار كښې د نړۍ رامخې ته كېدونكو …
د فلسطين مسئلې جامع، سپېځلي او تل پاتي حل لپاره زيات محنت ته اړتيا ده۔ د چين صدر

مزید خبریں
بيجنګ 23 اکتوبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي په يوکرين جنګ كښې اضافه نه ده پكار٬ مونږ په فلسطين كښې د نسل کشۍ لاره نيولو او د فلسطين مسئلې يو جامع، سپېځلے او تل پاتي حل لپاره زيات محنت ته اړتيا ده۔ د اے اېف پي له مخې د چين صدر دا خبره د روسيه په قازان ښار كښې د نړۍ رامخې ته كېدونكو معيشتونو ډلې مشرانو غونډې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل د يوكرائن بحران مخ په وړاندې روان دے خو مونږ بايد په درې اصولو عمل وكړو چې د جنګ د مېدان نه بهر جنګ خپور نشي٬ جنګ زيات نه كړے شي او د اړوندو ډلو لخوا اور ته هوا ورنه كړې شي دغسې چې زر تر زره كړكېچن صورتحال كم كړے شي۔ شي جن پنګ زر تر زره په غزه كښې جنګ بندۍ له د بيجنګ د موقف تذكره وكړه او وئ وئيل د اړوندو ډلو ترمېنځه شخړه لا زياتېږي٬ مونږ له د دې قتال لاره نيول او د فلسطين مسئلې يو جامع، سپېځلي او تل پاتي حل لپاره زياتې خوارۍ ته اړتيا ده ۔ د يادونې وړ ده د بركس مشرانو غونډه كښې نزدې 20 نړيوال مشران راغونډ شوي دي۔







