سری نګر۔23اکتوبر(اے پی پی) کل جماعتی حریت کانفرنس په كشميري وګړو زور راوړے چې هغوي په جمو وكشمير د غېر قانوني هندۍ قبضې په ضد خپل احتجاج ريكارډ كولو له د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه ولمانځي۔ هند په 27 اکتوبر 1947 د نيمې اوچې د وېش د فارمولې ښكاره خلاف ورزي كولو سره د سرينګر په هوائي مېدان خپل پوځ كوزولو سره د جمو وكشمير …
كل جماعتي حريت كنفرنس د اكتوبر 27 مه نيټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو غږ

مزید خبریں
سری نګر۔23اکتوبر(اے پی پی) کل جماعتی حریت کانفرنس په كشميري وګړو زور راوړے چې هغوي په جمو وكشمير د غېر قانوني هندۍ قبضې په ضد خپل احتجاج ريكارډ كولو له د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه ولمانځي۔ هند په 27 اکتوبر 1947 د نيمې اوچې د وېش د فارمولې ښكاره خلاف ورزي كولو سره د سرينګر په هوائي مېدان خپل پوځ كوزولو سره د جمو وكشمير په مسلم اكثريتي رياست قبضه كړې ۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس په غېر قانوني توګه نظر بند عمومي سېكتر مولوي بشري احمد عرفان زندان څخه په خپل پېغام كښې وئيلې دي 27 اکتوبر د جمو وكشمير يوه توره ورځ ده كله چې هند د كشميريانو هيلې له مينځه وړولو سره په جمو وكشمير قبضه وكړه۔ ده ووئيل كشميري اولس د هند قبضه كله هم تسليم كړې نه ده او هغوي د دې په ضد له 77 كلونو څخه قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل كشميرې اولس د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپل پېدائشي حق يعني خپلواكۍ غوښتنه كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه د تاؤ او تريخوالي بنيادي سبب د كشمير شخړه ده۔ ده ووئيل د دې شخړې له هواري پرته په سوئيلي آسيا كښې د تلپاتي امن او استحكام خوب ريښتيا كېدے نه شي۔ ده ووئيل هند د طاقت د لارې د كشميري اولس د آزادۍ جذبه كمزورې كولې نه شي۔ كشميرے اولس د شهيدانو مشن خپل منطقي انجام ته د رسولو عزم لري







