بنګله ديش ٬ د شيخ حسينه او د عوامي ليګ عمومي سيكتر پشمول د 46 كسانو د ګرفتارۍ وارنټ جاري شو

ډھاکه ۔23 اکتوبر(اے پی پی) د بنګله دېش انټرنېشنل کرائمز ټرېبونل د پخوانۍ وزيراعظمې شېخ حسينه او د عوامي ليګ عمومي سيكتر عبېد القادر په شمول د 46 كسانو د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے دے۔ د ټریبیونل چیف پراسېکیوټر اېډووکیټ تاج الاسلام ووئيل د پخوانۍ وزيراعظمې شېخ حسينه او د عوامي ليګ د عمومي سېكتر عبېد القادر په شمول د 46 كسانو په ضد د نسل كشۍ او د انسانيت …

ډھاکه ۔23 اکتوبر(اے پی پی) د بنګله دېش انټرنېشنل کرائمز ټرېبونل د پخوانۍ وزيراعظمې شېخ حسينه او د عوامي ليګ عمومي سيكتر عبېد القادر په شمول د 46 كسانو د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے دے۔ د ټریبیونل چیف پراسېکیوټر اېډووکیټ تاج الاسلام ووئيل د پخوانۍ وزيراعظمې شېخ حسينه او د عوامي ليګ د عمومي سېكتر عبېد القادر په شمول د 46 كسانو په ضد د نسل كشۍ او د انسانيت په ضد د جرمونو جلا جلا مقدمو كښې دا وارنټ جاري كړې شوي٬ د ګرفتارۍ وارنټ آئي جي ته لېږلې شوي۔ چیف پراسېکیوټر دا اعلان د شورؤ په ورځ د ټربیونل دورې په مهال وكړو۔ ده ووئيل په عامه وژنه كښې د ككړو په ضد قانوني كارروائي تندۍ سره مخ په وړاندې روانه ده۔ د بنګله دېش انټرنېشنل کرائمز ټربیونل د جولائی او اګست په مينځومانه موده كښې د نسل كشۍ او د انسانيت په ضد د جرمونو په كېس كښې د شېخ حسينه او د عوامي ليګ عمومي سيكتر په شمول د 46 كسانو د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے ؤ۔