ګاونډي هيوادونه به خپله خاوره يا فضائي حدونه د ايران په ضد كارولو له ورنه كړي: د ايران خارجه وزير

کوېت سټی۔22 اکتوبر(اے پی پی) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي وئيلي دي د ايران ګاونډيانو هېوادونو لوظ كړے چې هغوي به كوم هم بريد لپاره د خپلې خاورې يا فضائي حدونو د كارېدو اجازه ورنكړي۔ د اے اېف پی له مخې د ايران خارجه وزير عباسي عراقچي د اكتوبر په اولنۍ نېټه په اسرائيل د ايران بريد څخه څو اوونۍ وروستو په كوېت كښې خپل خبري كنفرنس كښې ووئيل …

کوېت سټی۔22 اکتوبر(اے پی پی) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي وئيلي دي د ايران ګاونډيانو هېوادونو لوظ كړے چې هغوي به كوم هم بريد لپاره د خپلې خاورې يا فضائي حدونو د كارېدو اجازه ورنكړي۔ د اے اېف پی له مخې د ايران خارجه وزير عباسي عراقچي د اكتوبر په اولنۍ نېټه په اسرائيل د ايران بريد څخه څو اوونۍ وروستو په كوېت كښې خپل خبري كنفرنس كښې ووئيل زمونږ ټولو ګاونډي هېوادونو مونږ ته باور راكړے چې هغوي به د خپلې خاورې يا فضائي حدونو د ايران په ضد د كارولو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل مونږ په منطقه كښې د امريكائي اډو په نقل وحركت ژور نظر لرلے او د هر ټول نقل وحركت او پروازونو څخه خبر يؤ۔ ده زياته كړه چې كه اسرائيل په كوم هم شكل كښې په ايران بريد كوي نو ايران به يۍ ځواب وركوي۔ ده د اسرائيل په ضد د ايران خبردارے تكرار كړو چې هغه دې په جوهري تنصيبات بريد نه كوي۔ ده ووئيل په جوهري تنصيبات بريد نړيوال جرم دے بلكې په دې د بريد كولو دړكه وركول هم جرم او د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل مونږ د خپلو جوهري ځايونو د دفاع اوزار او تګلارې لرؤ او په هغې باور كوؤ