ملګري ملتونه ۔19 اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په غزه كښې 10 لكه ماشومان په زمكه د جهنم په څير ژوند كوي ٬ په غزه كښې په يو كال كښې هره ورځې نزدې 40 كوچنيان شهيدان شوي۔ د العربيه اردو له مخې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یونیسیف) وياند جېمز اېلډر وئيلي چې په فلسطين كښې د اسراِئيلي جارحيت يو كال څخه زياته موده شوې …
په غزه كښې 10 لكه ماشومان په زمكه د جهنم په څير ژوند كوي: يونيسيف

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔19 اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په غزه كښې 10 لكه ماشومان په زمكه د جهنم په څير ژوند كوي ٬ په غزه كښې په يو كال كښې هره ورځې نزدې 40 كوچنيان شهيدان شوي۔ د العربيه اردو له مخې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یونیسیف) وياند جېمز اېلډر وئيلي چې په فلسطين كښې د اسراِئيلي جارحيت يو كال څخه زياته موده شوې ده په دې جنګ كښې كوچنيان روزانه زيات زيان سره مخ كيږي۔ ده په جنېوا كښې خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ووئيل په غزه كښې موجود د لكھونو په شمېر ماشومان په زمكه د جهنم ژوند كوي٬ دلته وضعه ورځ په ورځ ناوړه كيږي۔ جېمز اېلډر ووئيل په غزه كښې تر دې دمه 14,100 څخه زيات ماشومان شهيدان شوي دي۔ د جېمز اېلډر له مخې د شهيد شوو فلسطينيانو شمېره 42 زره څخه زياته شوې ده۔ دې سره سره د خلكو يوه لويه شمېره بې دركه ده كوم چې له ملبې لاندې ګېر شوي دي۔ ده ووئيل ماشومان په سكولونو او كېمپونو كښې محفوظ نه دي۔ جېمز اېلډر د قمر نومې 7 كلنې قمر نومې ماشومې مثال وركولو سره ووئيل د هغې پښه د شمالي غزې په جباليا كېمپ د بريد په مهال ژوبل شوې وه٬ دا يوه روغتون ته منتقل كړې شوه كوم چې اسرائيل تر 20 ورځو محاصره كړې ؤ۔ د درملنو آسانۍ نه لرلو په سبب د هغې پښه قطع كړې شوه۔ ده ووئيل په عام صورتحال كښې به د دې د پښې قطع كولو حاجت نه ؤ رامخے ته شوے۔ ده ووئيل يونيسيف وړاندې څخه خبردارې وركړې ؤ چې غزه د ماشومانو مقبره جوړه شوې ده۔ ايجنسۍ په تېر دسمبر كښې غزه ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو زيات مقام ګرځولے ؤ۔







