ملګري ملتونه ۔18اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په ګرده نړۍ كښې يو ارب څخه زيات كسان د بې وزلۍ ژوند تېرولو سره مخ دي په كومو كښې چې له نيمو زيات كوچنيان دي۔ په جنګ ځپليو سيمو كښې د بې وزلۍ شرح نسبتا ً درې چنده زياته ده۔ ډي ډبليو د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام (یو اېن ډی پی) آکسفورډ پاورټی اېنډ هیومن ډوېلپمنټ انېشیټو (او …
په ګرده نړۍ كښې 1 ارب 10 كروړه كسان زياتې بې وزلۍ سره مخ دي : ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔18اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په ګرده نړۍ كښې يو ارب څخه زيات كسان د بې وزلۍ ژوند تېرولو سره مخ دي په كومو كښې چې له نيمو زيات كوچنيان دي۔ په جنګ ځپليو سيمو كښې د بې وزلۍ شرح نسبتا ً درې چنده زياته ده۔ ډي ډبليو د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام (یو اېن ډی پی) آکسفورډ پاورټی اېنډ هیومن ډوېلپمنټ انېشیټو (او پی اېچ آئی) سره د تيار كړې شوي رپورټ په اړه وئيلي چې جنګ ځپلې هېوادونو كښې د بې وزلۍ شرح درې چنده زياته ده ولې چې دويم نړيوال جنګ څخه وروستو په ګرده نړۍ كښې تر ټولو زياتې شخړې په كال 2023 كښې رامخې ته شوې۔ په یو اېن ډی پی كښې د شماريات اعلی افسر یانچون ژانګ وئيلي دي چې دا رپورټ يو سنګين عكس وړاندې كوي ، 1.1 بلین(1 ارب 10 کروړ) كسان بې وزلۍ سره مخ دي په كومو كښې چې 455 ملین (45 کروړ 50 لکه) د شخړو په چاپېريال كښې ژوند كوي۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې تر ټولو زيات بې وزله وګړو كښې 83.2 فیصد سب صحارا افریقا او سوئيلي آسيا كښې ژوند كوي۔ د او پی اېچ آئی ډائرېكټر سبینا الکائر ووئيل چې شخړې د بې وزلۍ كمولو په هڅو كښې خنډان رامخې ته كوي۔







