ابوجا۔18اکتوبر(اے پی پی) په نائیجیریا كښې د هېضې د وبا له امله د مړو شمېره 378 ته رسېدلې ده۔ د شنهوا له مخې د وبا د لاسه د روانې مياشتې په مهال نور 19 كسان مړه شول۔ په نائیجیریا كښې د جنورۍ مياشت كښې پېل شوې د دې وبا دلاسه د ځپلې شويو شمېره 14 زره څخه زياته شوې ده۔ د نائیجیریا سېنټر فار ډیزیز کنټرول اېنډ پریوېنشن (این سی …
په نائيجيريا كښې د هيضې د وبا له امله د مړو شميره 378 ته ورسيده

مزید خبریں
ابوجا۔18اکتوبر(اے پی پی) په نائیجیریا كښې د هېضې د وبا له امله د مړو شمېره 378 ته رسېدلې ده۔ د شنهوا له مخې د وبا د لاسه د روانې مياشتې په مهال نور 19 كسان مړه شول۔ په نائیجیریا كښې د جنورۍ مياشت كښې پېل شوې د دې وبا دلاسه د ځپلې شويو شمېره 14 زره څخه زياته شوې ده۔ د نائیجیریا سېنټر فار ډیزیز کنټرول اېنډ پریوېنشن (این سی ډی سی) مشر جیډ ادریس په پلازمينه ابوجا كښې د خبري كنفرنس په مهال ووئيل د اكتوبر تر 13 مې نېټې د هېواد 36 څخه په 35 ايالتونو كښې د هېضې 14,237 كېسونه رپورټ شوي دي په كومو كښې چې د مړينې شرح 2.7 فیصد ده۔ ده ووئيل په هېواد كښې د هېضې د خپرېدو په سببونو كښی د سېلاب د لاسه بنيادي اډانې ته رسېدلے زيان او د څښلو پاكو اوبه نه ترلاسه كېدل د ذكر وړ دے۔ ده ووئيل پنځ قطبي ايالتونه بورنو، اډاماوا، جیګاوا، یوبی او کانو د هېضې د لاس زيات ځپلې شوي دي۔ ځپلې شويو سيمو كښې رسپانس ډلې تعينات كړې شوي دي او د وبا مخنيوي لپاره په داخلي توګه د بې كوره شوو وګړو په كېمپونو كښې د هېضې وېكسي نېشن شوي دي۔







