د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د اروپائي او خليجي هېوادونو په غونډه كښې ګډون،مينځني ختيز كښې د تاؤ ترېښوالي په كمولو د خيالاتو څرګندونه

برسلز 17 اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان برسلز كښې د اروپاﺀ او خليجي هېوادونو مشرانو غونډه كښې ګډون كړے،د دې مقصد مينځني ختيز كښې د زيات شوي تاؤ ترېښوالې مخنيوے كول دي۔الاخباريه له مخې شاه سلمان بن عبدالعزيز په سپارښتنه ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پلاوي په غونډه كښې ګډون كوي۔اروپاﺀ هيډکوارټر ته په رسيدو د اروپائي کونسل …

برسلز 17 اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان برسلز كښې د اروپاﺀ او خليجي هېوادونو مشرانو غونډه كښې ګډون كړے،د دې مقصد مينځني ختيز كښې د زيات شوي تاؤ ترېښوالې مخنيوے كول دي۔الاخباريه له مخې شاه سلمان بن عبدالعزيز په سپارښتنه ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پلاوي په غونډه كښې ګډون كوي۔اروپاﺀ هيډکوارټر ته په رسيدو د اروپائي کونسل صدر چارلس مشيل او د اروپائي كمېشن صدر ارسلا وان ډرلين د سعودي ولي عهد هركلے وكړو۔ ده ووئېل په 27 هېوادونو مشتمل اروپاﺀ خليج مرستي کونسل( جي سي سي) سره په ګډه د كار كولو هڅه كوو۔د غونډي پرانستې سره چارلس مشيل د جي سي سي هېوادونو سره سټرايټجکي شراکت داري جوړولو له د اروپائي ائتلاف خوښۍ په اړه ووئيل د مينځني ختيز صورتحال څخه نړيوال استحکام ته خطر پیښ دے د كوم مخنيوي له چې په ګډه هڅو كولو ته اړتيا ده۔دا خبره دې ياده وي چې جي سي سي هېوادونو كښې سعودي عرب، بحرين، کويت، عمان، قطر او متحده عرب امارات شامل دي۔