د ماليزيا پخوانے وزيراعظم مهاتير محمد د ناروغۍ له امله روغتون كښې داخل كړے شو

کوالالمپور 16 اکتوبر (اے پي پي) د ماليزيا پخواني وزيراعظم مهاتير محمد طبعيت خراب شوے او د ناروغۍ له امله روغتون كښې داخل كړے شوے۔ د رائټرز له مخې د مهاتير محمد سلاحكار ووئيل 99 كلن مهاتير محمد د ساه رګ كښې د انفكېشن په سبب د نهې په ورځ ماښام په روغتون كښې داخل كړے شو او دوي ته د زړه مسئله هم ورمخې ته ده ٬ په آخري …

کوالالمپور 16 اکتوبر (اے پي پي) د ماليزيا پخواني وزيراعظم مهاتير محمد طبعيت خراب شوے او د ناروغۍ له امله روغتون كښې داخل كړے شوے۔ د رائټرز له مخې د مهاتير محمد سلاحكار ووئيل 99 كلن مهاتير محمد د ساه رګ كښې د انفكېشن په سبب د نهې په ورځ ماښام په روغتون كښې داخل كړے شو او دوي ته د زړه مسئله هم ورمخې ته ده ٬ په آخري ځل دوي په جولائي كښې هم په روغتون كښې داخل كړے شوي وٶ۔ د يادونې وړ ده مهاتير محمد د كال 1981 نه تر كال 2003 تر 22 كالو د ماليزيا وزيراعظم پاتي شوے دے۔