اوټاوا۔15 اکتوبر(اے پی پی) كانډا د بېلتون خوښي سكھ لارښود په وژنه كښې د ككړېدو په تور د هائي كمشنر په شمول شپږو سفارتكارو ته د هېواد پرېښودو امر كړے۔ د رائټرز له مخې د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو په يو نيوز كنفرنس كښې ووئيل حكومت ښكاره شواهد لري چې د هندي حكومت ايجنټ په داسې فعاليتونو كښې ككړ پاتې شوے كوم چې د اولس تحفظ لپاره د زيات خطر …
كاناډا د هند سفارتكارو ته د هيواد پريښودو امر وكړو

مزید خبریں
اوټاوا۔15 اکتوبر(اے پی پی) كانډا د بېلتون خوښي سكھ لارښود په وژنه كښې د ككړېدو په تور د هائي كمشنر په شمول شپږو سفارتكارو ته د هېواد پرېښودو امر كړے۔ د رائټرز له مخې د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو په يو نيوز كنفرنس كښې ووئيل حكومت ښكاره شواهد لري چې د هندي حكومت ايجنټ په داسې فعاليتونو كښې ككړ پاتې شوے كوم چې د اولس تحفظ لپاره د زيات خطر سبب ګرځي۔ ده ووئيل په دې فعاليتونو كښې د خفيه معلوماتو راجمع كولو تکنیک، د زور زبردستۍ رويه او په تشدد كښې د ككړ پاتې كېدو په شمول نورې ډېرې ناوړه كارروايۍ شاملې دې۔ جسټن ټروډو ووئيل دا د قبلولو وړ پېښه نه ده ، هند په كاناډا كښې په مجرمانه فعاليتونو كښې د ككړ پاتې كېدو بنيادي تېروتنه كړې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې كاناډا د لنډ مهاله هائي كمشنر په شمول شپږ سفارت كارو ته د هېواد پرېښودو امر كړے ؤ۔ د كاناډا حكومت اعلان كړے ؤ چې د خالصتان تحريك حامی سکھ لارښود سنګھ نجر د وژنې پېښې په اړه به هائي كمشنر او نورې عملې څخه تپوس پوښتنه كولې شي







