برسلز۔15اکتوبر(اے پی پی) اروپائي ائتلاف د ملګرو ملتونو په مشنز د ترسره شوو بريدونو غندنه كړې ده۔ د روئټرز له مخې خارجه چارو او د سلامتيا پالېسۍ لپاره د اروپائي ائتلاف سينئر استازي جوزف بوریل په يو بيان كښې ووئيل د ملګرو ملتونو په امن ځواكونو دا ډول بريدونه د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي ده او دا د نه قبلولو وړ دي۔ جوزف بورېل ووئيل اروپائي ائتلاف د ملګرو …
اروپائي ائتلاف د ملګرو ملتونو په مشنز د ترسره شوو بريدونو غندنه وكړه

مزید خبریں
برسلز۔15اکتوبر(اے پی پی) اروپائي ائتلاف د ملګرو ملتونو په مشنز د ترسره شوو بريدونو غندنه كړې ده۔ د روئټرز له مخې خارجه چارو او د سلامتيا پالېسۍ لپاره د اروپائي ائتلاف سينئر استازي جوزف بوریل په يو بيان كښې ووئيل د ملګرو ملتونو په امن ځواكونو دا ډول بريدونه د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي ده او دا د نه قبلولو وړ دي۔ جوزف بورېل ووئيل اروپائي ائتلاف د ملګرو ملتونو مشن په ضد د ټولو بريدونو غندنه كوي۔ ده په خپل بيان كښې زياته كړه چې په روانه شخړه كښې د ټولو عناصرو ذمه واري ده چې هغه د ملګرو ملتونو د اهلكارو او املاك تحفظ باوري كړي۔ ده ووئيل په لبنان كښې په امن پوځ – كوم چې د سوئيلي لبنان په استحكام كښې بنيادي كردار ترسره كوي د بريدونو په اړه د اسرائيلي چارواكو لخوا سپيناوي او پلټنو ته په انتظار يؤ







