قاهره 14 اكتوبر (اے پي پي) غزه څخه د ميډيكل تعليم لپاره د فلسطين زدكوونكو 61 كسيزه دويمه ډله پاكستان ته لاړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه او د ګلوبل ريليف ټرسټ، ډاكټرز آف رحمان او الخدمت فاؤنډيشن په خصوصي هڅو د غزه څخه د 61 فلسطينيانو زدكوونكو دويمه ډله د ګل په ورځ قاهره څخه اسلام آباد ته لاړه۔ قاهره كښې د پاكستان سفارت د اړخه جاري پرېس ريليز …
غزه څخه د ميډيكل 61 زده كوونكو فلسطينيانو دويمه ډله پاكستان ته لاړه

مزید خبریں
قاهره 14 اكتوبر (اے پي پي) غزه څخه د ميډيكل تعليم لپاره د فلسطين زدكوونكو 61 كسيزه دويمه ډله پاكستان ته لاړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه او د ګلوبل ريليف ټرسټ، ډاكټرز آف رحمان او الخدمت فاؤنډيشن په خصوصي هڅو د غزه څخه د 61 فلسطينيانو زدكوونكو دويمه ډله د ګل په ورځ قاهره څخه اسلام آباد ته لاړه۔ قاهره كښې د پاكستان سفارت د اړخه جاري پرېس ريليز له مخې د سفارت چارواكو او الخدمت فاؤنډيشن نمائندګانو د قاهره په نړيوال هوائي ميدان د فلسطين زدكوونكو له د تللو آسانۍ وركړې دي۔ غزه څخه تعلق لرونكو 192 فلسطينيانو كښې تر اوسه د غزه څخه 88 زدكوونكې پاكستان كښې په مختلف ميډيكل او ډينټل انسټي ټيوټ كښ تعليم روان ساتلو لپاره د مصر څخه پاكستان ته لاړه۔







