بيروت 13 اکتوبر (اے پي پي) لبنان كښې په درې كليو د اسرائيل د بريدونو په نتيجه كښې د وژلې شوي كسانو شميره 15 ته ورسيده۔ اے اېف پي له مخې زياتره كسان پايه تخت بيروت په شمال كښې غريزه سيمه كښې مړه شوې دي چرته چې د مسيحي ورورولي مېشته وه،په معيصره نومي كلي د اسرائيل په بريد كښې 9 كسان مړه او 15 نور ژوبل شوي۔د لبنان د …
د لبنان په درې كليو د اسرائيل په بريدونو كښې د وژلې شوي كسانو شميره 15 ته ورسيده

مزید خبریں
بيروت 13 اکتوبر (اے پي پي) لبنان كښې په درې كليو د اسرائيل د بريدونو په نتيجه كښې د وژلې شوي كسانو شميره 15 ته ورسيده۔ اے اېف پي له مخې زياتره كسان پايه تخت بيروت په شمال كښې غريزه سيمه كښې مړه شوې دي چرته چې د مسيحي ورورولي مېشته وه،په معيصره نومي كلي د اسرائيل په بريد كښې 9 كسان مړه او 15 نور ژوبل شوي۔د لبنان د روغتيا وزارت له مخې د اسرائيل په بريدونو كښې معيصره كښې ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوي۔پايه تخت سوئيل كښې بارجه نومي سيمه كښې د اسرائيل په بريدونو كښې 4 كسان مړه او 18 نور ژوبل شوې دي دغسې دير باالله سيمه د اسرائيل د بريد په نتيجه كښې دوه كسان مړه او څلور نور ژوبل شوي۔چارواكو ووئيل د مړو مسانو شناخت لپاره د ډي اين اے ټيسټ کيږي۔دا خبره دې ياده وي چې د 23 ستمبر نه پس اسرائيل جنوبي او ختيز لبنان سره سره د بيروت سوئيلي كلي په نښه كوي۔







