د اسرائيل د لبنان پايه تخت بيروت فضائي بريد، 22 كسان شهيدان ، 117 ژوبل

بيروت 11 اکتوبر (اے پي پي) لبنان كښې د ملګرو ملتونو امن مشن په هيډکوارټرز د ډزو نه پس پايه تخت بيروت كښې د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې 22 كسان شهيدان شوي دي ۔ اے ايف پي له مخې د بيروت مينځنۍ سيمه كښې د اسرائيلي فضائي بريدونو په مهال د ګڼو چاؤدنو غږونه تر غوږو شوي ٬ دغې نه پس اخستلې شوي فوټيج كښې د ودانيو څخه …

بيروت 11 اکتوبر (اے پي پي) لبنان كښې د ملګرو ملتونو امن مشن په هيډکوارټرز د ډزو نه پس پايه تخت بيروت كښې د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې 22 كسان شهيدان شوي دي ۔ اے ايف پي له مخې د بيروت مينځنۍ سيمه كښې د اسرائيلي فضائي بريدونو په مهال د ګڼو چاؤدنو غږونه تر غوږو شوي ٬ دغې نه پس اخستلې شوي فوټيج كښې د ودانيو څخه د لوږي پورته كيدل ليدلې شوي۔دا خبره دې ياده وي چې د اسرائيل د اړخه تيره مياشت لبنان باندې د بريدونوپېل كولو نه پس د پايه تخت مينځنۍ سيمه كښې د اسرائيل دا دريم بريد دے۔د لبنان د روغتيا وزارت له مخې په دې بريد كښې 117 كسان ژوبل شوې دي