ملګري ملتونه 08 اكتوبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو د كراچۍ جناح انټرنيشنل هوائي مېدان ته نزدې ترسره شوې د ترهه ګرۍ بريد غندلو سره وئيلي دي چې وګړي بايد كله هم په نخښه نه كړې شي۔ د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل وياند سټيفن دوجارك تېره ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو هېډ كوارټرز كښې د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ د پاكستان كراچۍ …
ملګرو ملتونو په كراچۍ كښې ترهګر بريد وغندلو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 08 اكتوبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو د كراچۍ جناح انټرنيشنل هوائي مېدان ته نزدې ترسره شوې د ترهه ګرۍ بريد غندلو سره وئيلي دي چې وګړي بايد كله هم په نخښه نه كړې شي۔ د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل وياند سټيفن دوجارك تېره ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو هېډ كوارټرز كښې د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ د پاكستان كراچۍ ښار كښې د ترهه ګرۍ پېښې غندنه كوؤ۔ ده د ملګرو ملتونو مشر د اړخه ووئيل بايد وګړي چري هم په نښه نه كړې شي ٬ مونږ د ځپليو كورنيو په غم كښې شريك يؤ او د پاكستان او چين اولس او حكومتونو سره غمرازي كوؤ۔دا خبره دې ياده وي چې د اتوار په شپه د كراچۍ جناح انټرنيشنل هوائي ميدان ته نزدې يوه چاؤدنه شوې وه چې پكښې د چين دوه وګړي مړه او يو پاكستانے وګړے شهيد شوے ؤ 11 كسان ژوبل شوي وو۔







