نیویارک۔3 اکتوبر(اے پی پی) د امريكائي ايالت فلورېډا ساحلي پټۍ سره تېره اونۍ د ټكر شوي کېټېګری 4 سمندري طوفان هیلین د لاسه د رامخې ته شوې تباهۍ په نتيجه كښې د مړو شمېره 160 ته رسېدلې ده۔ د اے اېف پي له مخې د فلورېډا ساحل سره نزدې د 225 کلومیټره په رفتار سره د ټكر شوي سمندري طوفان منفې اثرات اوس هم روان دي۔ چارواكو ووئيل په قطبي …
امریکا، د هیلین طوفان د لاسه د مړو شمېره 160 ته ورسيده

مزید خبریں
نیویارک۔3 اکتوبر(اے پی پی) د امريكائي ايالت فلورېډا ساحلي پټۍ سره تېره اونۍ د ټكر شوي کېټېګری 4 سمندري طوفان هیلین د لاسه د رامخې ته شوې تباهۍ په نتيجه كښې د مړو شمېره 160 ته رسېدلې ده۔ د اے اېف پي له مخې د فلورېډا ساحل سره نزدې د 225 کلومیټره په رفتار سره د ټكر شوي سمندري طوفان منفې اثرات اوس هم روان دي۔ چارواكو ووئيل په قطبي کېرولینا، سوئيلي کېرولینا، جارجیا، فلورېډا او ورجینیا رياستونو كښې لږ تر لږه 160كسان مړه شوي دي۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي ځپليو سيمو ته خوراك او د مرستې نور سامان لېږلے شوے۔ دا هم وئيلې شوي چې 150 زره نه زياتې كورنۍ د مرستې سامان ته اړتيا لري







