بيجنګ 02 اکتوبر (اے پي پي) د مېکسيکو حکومت په بلنه د چين صدر شي جن پنګ خاص استازي او د نېشنل پيپلز كانګرېس د قائمه كمېټۍ نائب چيئرپرسن تھئي نينګ په مېکسيکو سټي كښې د مېكسيكن صدر د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګدون كړے٬ د مېكسيكو صدر صدر کلاډيا شين بام د سوګند پورته كولو نه وروستو تھئي نينګ سره ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ تھئي …
د چين صدر خاص استازي په مېكسيكو كښې د صدر سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو

مزید خبریں
بيجنګ 02 اکتوبر (اے پي پي) د مېکسيکو حکومت په بلنه د چين صدر شي جن پنګ خاص استازي او د نېشنل پيپلز كانګرېس د قائمه كمېټۍ نائب چيئرپرسن تھئي نينګ په مېکسيکو سټي كښې د مېكسيكن صدر د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګدون كړے٬ د مېكسيكو صدر صدر کلاډيا شين بام د سوګند پورته كولو نه وروستو تھئي نينګ سره ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ تھئي نينګ په مېكسيكو كښې په دې وروستيو كښې د سمندري طوفان څخه په شوو زيانونو د صدر شي جن پھنګ لخوا غمرازۍ كولو كښې ووئيل د چين او مېکسيکو جامع ستراتېژك شراكتداري په تېرو كلونو كښې د پرمختګ لوړه كچه برقرار ساتلې ده٬ چين مېکسيکو سره په ګډه پرمختيائي تګلارې له همكاري قوي كولو او په شريك باور اډانه همكار جوړېدو له خوښي لري۔ کلاډيا شين بام د سوګند پورته كولو په دستوره كښې په خاص استازي رالېږلو د صدر شي جن پنګ مننه كولو سره ووئيل د مېكسيكو نوے حكومت به چين سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د دوستۍ تبادلو او اړيكو ته ودې وركولو له خوښي لري







