ریاض ۔30ستمبر(اے پی پی) سعودي عربستان د غزه په پټۍ كښې په بشري بحران قابو موندلو له مياشتنيزه مالي مرسته اعلان كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې د دې مرستې مقصد په غزه او دې سره پېوستو سيمو كښې په رامخې ته شوې بشري وضعه قابو موندلو سره سره د اسرائيلي قبضې او د نړيوال قوانين خلاف ورزيو د لاسه پېښ مصيبتونه كمول دي۔ د سعودي مشرتابه په …
سعودي عربستان غزه لپاره د مالي مرستې ليږلو اعلان

مزید خبریں
ریاض ۔30ستمبر(اے پی پی) سعودي عربستان د غزه په پټۍ كښې په بشري بحران قابو موندلو له مياشتنيزه مالي مرسته اعلان كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې د دې مرستې مقصد په غزه او دې سره پېوستو سيمو كښې په رامخې ته شوې بشري وضعه قابو موندلو سره سره د اسرائيلي قبضې او د نړيوال قوانين خلاف ورزيو د لاسه پېښ مصيبتونه كمول دي۔ د سعودي مشرتابه په جنګ بندۍ ٬ د وګړو به تحفظ او فلسطيني اولس ته د بشري مرستې رسولو په هڅو زور راوړو۔ سعودي مشرتابه د فلسطين مسئلې يو منصفانه او ټولشموله حل لټول غواړي د كوم له مخې چې د دغې ځاے اولس ته ټول جائز حقونه ترلاسه وي او يو آزاد رياست چې پايه تخت يې القدس الشريف وي د جوړولو جوګه كړي۔ بلخوا په غزه كښې د اردن په مرسته د ایئر ډراپ د لارې د سعودي مرستې لړۍ روانه ده۔ فلسطین لپاره د برابر كړې ټولې مرستې ماليت 5.3 اربه ډالره څخه زيات شوے كوم چې د فلسطيني اولس مرستې له د سعودي عربستان د پخواني عزم عكاسي كوي۔







