مقبوضه بيت المقدس 30 ستمبر (اے پي پي) فلسطين كښې غير مستقل د سعودي سفير او بيت المقدس كښې قونصل جنرل نايف بن بندر السديري د سعودي سفارتخانه كښې د غزه لپاره مقرر كړې مياشتنيزه مالي مرسته د فلسطين وزيراعظم ډاكټر محمد مصطفيٰ ته سپارلې ده ۔د مرستي مقصد غزه كښې د انساني صورتحال مخنيوي او د اسرائيل جنګ له امله د فلسطينيانو مشكلات كمول دي۔ د اردو نيوز له …
غزه لپاره مياشتنيزه مالي مرسته د فلسطين وزيراعظم ته وسپارلې شوه

مزید خبریں
مقبوضه بيت المقدس 30 ستمبر (اے پي پي) فلسطين كښې غير مستقل د سعودي سفير او بيت المقدس كښې قونصل جنرل نايف بن بندر السديري د سعودي سفارتخانه كښې د غزه لپاره مقرر كړې مياشتنيزه مالي مرسته د فلسطين وزيراعظم ډاكټر محمد مصطفيٰ ته سپارلې ده ۔د مرستي مقصد غزه كښې د انساني صورتحال مخنيوي او د اسرائيل جنګ له امله د فلسطينيانو مشكلات كمول دي۔ د اردو نيوز له مخې په دې موقع د فلسطين وزيراعظم ډاكټر محمد مصطفيٰ د خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبد العزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان مننه كولو سره ووئيل سعودي عرب د فلسطينيانو جائز حقونو او مسئلو منصفانه حل لپاره چې كومي هڅي كوي هغه د ستائني وړ دي۔دې څخه وړاندې د سعودي قيادت په غزه كښې د انساني بحران مخنيوي لپاره د مياشتنيزې مالي مرستي اعلان كړے ؤ۔







