انډونيزيا كښې د سرو زرو په غېر قانوني درنګ كښې لېنډ سلائيډنګ٬ 15 كسان مړه٬ 25 بې دركه شول

جکارته 27 ستمبر (اے پي پي) انډونيزيا كښې د سرو زرو په غېر قانوني درنګ كښې د لېنډ سلائيډنګ له امله 15 كسان مړه او 25 بې دركه شوي دي ٬ د مرستې كاركنان د بې دركه كسانو د لټون هڅې كوي۔ د اے اېف پي له مخې د قدرتي آفتونو مخنيوي د صوبائي ادارې وياند ووئيل د لېنډ سلائيډنګ پېښه د زيارت په ماښام په لويديز سماټرا ولايت كښې …

جکارته 27 ستمبر (اے پي پي) انډونيزيا كښې د سرو زرو په غېر قانوني درنګ كښې د لېنډ سلائيډنګ له امله 15 كسان مړه او 25 بې دركه شوي دي ٬ د مرستې كاركنان د بې دركه كسانو د لټون هڅې كوي۔ د اے اېف پي له مخې د قدرتي آفتونو مخنيوي د صوبائي ادارې وياند ووئيل د لېنډ سلائيډنګ پېښه د زيارت په ماښام په لويديز سماټرا ولايت كښې رامخې ته شوې۔ وياند له مخې په پېښه كښې 15 كسان مړهاو٬ درې ژوبل او 25 بې دركه دي٬ د يادونې وړ ده په جولائي كښې د انډونيزيا په مېنځنۍ جزيره سلاويسي كښې د سرو زرو په غېر قانوني درنګ كښې د لېنډ سلائنډنګ په سبب د لږ نه لږ 27 كسان مړه شوې وو