په لبنان اسرائيلي بريد كښې 23 سوري كډوال شهيدان شول

دمشق۔27ستمبر(اے پی پی) د لبنان بعلبك ضلعې په يونين سيمه د اسرائيلي بريد په نتيجه كښې 23 سوري كډوال شهيدان شوي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔ شنهوا د سوريه د خارجه وزارت بيان حواله وركولو سره وئيلي دي چې تېره ورځ په يونين نومې سيمه ترسره شوي اسرائيلي فضائي بريد كښې 23 سوري كډوال شهيدان شوي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او كوچنيان شامل …

دمشق۔27ستمبر(اے پی پی) د لبنان بعلبك ضلعې په يونين سيمه د اسرائيلي بريد په نتيجه كښې 23 سوري كډوال شهيدان شوي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔ شنهوا د سوريه د خارجه وزارت بيان حواله وركولو سره وئيلي دي چې تېره ورځ په يونين نومې سيمه ترسره شوي اسرائيلي فضائي بريد كښې 23 سوري كډوال شهيدان شوي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا فضائي بريد هغه بريد څخه يو څو ساعته وړاندې وكړې شو كوم چې اسرائيلي ځواكونو د لبنان او سوريه ترمينځه په متعبه سرحدي كراسنګ كړې ؤ په كوم كښې چې يو شمېر كډوال ژوبل شوي وو۔ په بيان كښې په اسرائيل تور لګولے شوے دے چې هغه په قصد سره بې ګناه وګړي په نخښه كوي په كومو كښې چې كډوال هم شامل دي۔ وزارت په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې اسرائيل د نړيوالو قوانينو په پرله پسې خلاف ورزيو كولو ځواب وركوؤنكے وګرځوي او په منطقه كښې دې د تشدد لا خپرېدو مخنيوي وكړي۔ بلخوا الجزيره وئيلي چې لبنان كښې د ګل ورځې څخه پېل شوې اسرائيلي فضائي بريدونو كښې د شهيد شوو شمېره 700 څخه زياته شوې ده۔